افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کابل پوهنتون د برید په غبرګون کې ویلي، چې عاملینو ته به یې سزا ورکړي او په څو چنده به یې غچ اخلي.
هغه تېر ماښام د یو ویډیویي پیغام له لاري په کابل پوهنتون بريد غندلی او دا یې د تروریستانو کار بللی دی.
دغه راز ولسمشر د یادې پېښې لپاره نن ورځ ملي ماتم اعلان کړ او سپارښتنه یې وکړه چې په هېواد دننه او بهر په سياسي استازوليو کې به بېرغ نیم ځوړند وي.
دکابل په پوهنتون د تېرې ورځې وسله وال بريد کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي
د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه بريد پنځه ساعته دوام وکړ او د درې بريدګرو په وژلو پای ته ورسېد.
که څه هم د دغه بريد مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخيست؛ خو حکومتي مسوولين يې عاملين وسله وال طالبان بولي.